د پروان سیاګرد ولسوالۍ کې زیاتې واورې د ډېرو کلیو لارې بندې کړي

د پروان ولایت د سیا ګرد ولسوالۍ ولسوال وايي چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د ډېرو کلیو لارې بندې شوي دي.

نوراقا سامع نن پنجشنبه د جنورۍ ۳۱مه، ازادي راډیو ته وویل چې د زیاتې واورې د ورېدو له امله د مرکز او کلیو لارې بندې شوي دي او زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

سامع وویل چې د ستونزو د حل هڅې کوي.

سیاګرد د پروان په نا امنو ولسوالیو کې ګڼل کېږي.