د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان نن د سولې په اړه د وسلهوالو طالبانو د وروستۍ وینا هرکلی کړی دی.
اسوشیټېډ پرېس پرون د وسلهوالو طالبانو د یوه ویاند، سهیل شاهین له خولې وویل چې دوی په افغانستان کې په یوازې سر د ټول واک چلولو غوښتنه نهلري.
د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال منشي عرفان الله عرفان ازادي راډیو ته ویلي چې پرمختګونه د خوشبینۍ وړ دي، خو طالبان باید خپلې خبرې په عمل کې ثابتې کړي.
د افغانستان حکومت بیا هم ټینګار کړی چې دوی باید له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په لنډ وخت کې بیا قطر ته ولاړ شي او د طالبانو له سیاسي استازو سره خبرې وکړي.