د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د پولیو لومړې پېښه ثبت شوې ده.
د کندهار د عامې روغتيا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا ازادي راډیو ته وویل، فلج شوی ماشوم نجلۍ ده چې اسیه نومېږي او ۲۲ مياشتې عمر لري.
د ډاکټر پخلا په خبره فلج شوې ماشومې ته ۷ ځله واکسین هم ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه:
"د ۲۲ میاشتو نجلۍ اسیه نومېږي، د عبدالواسع لور ده، د بولدک ولسوالۍ د توبې د کلي اوسېدونکې ده. همالته د کمپاینونو پر مهال واکسین ورکول شوی دی."
چارواکي وايي، دا په کندهار کې د ۲۰۱۹میلادي کال لومړی د پولیو پېښه ده چې رامنځته کېږي.
په تېر ۲۰۱۸میلادي کال کې په کندهار د پولیو ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.