ټاکل شوې ده چې جرمني، فرانسه او بریتانیا ایران ته د مالي بهیر یو داسې مکانېزم رامنځته کړي چې پر ایران د امریکا لګېدلي بندیزونه څخه سرغړاوي نهوي. دا هڅه د دې لپاره ده چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون وساتلی شي.
تمه کېږي چې دا مکانېزم به نن پنجشنبه نافذ شي او هغو اروپايي شرکتونو سره به چې ایران کې قانوني کاروباري ګټې لري، مرسته وکړي چې په ایران د خپل کاروبارکولو لپاره د راکړې ورکړې تکتیکونه وکاروي.
پر دې پلان له اوږدې مودې راهېسې کار کېده، خو اوس جرمني خبري اژانس ویلي، دا مکانېزم چمتو دی چې عملي شي او پر هغو برخو به متمرکزوي چې د امریکا د بندیزونو هدف نهدي.
د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې درې واړو اروپايي هېوادونو د ایران سره د راکړې ورکړې د دې مکانېزم ثبتول پیل کړي، څو پرته له دې چې د ایراني او اروپايي شرکتونو ترمنځ مستیقه مالي راکړه ورکړه وشي، دوی به وکولی شي خپلوکې د مالونو په تبادلې د تادیې لاره ولري.
جرمني، فرانسه او بریتانیا د امریکا، چین او روسیې سره په ګډه له هغو شپږو هېوادونو څخه دي چې له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال اټمي تړون لاسلیک کړ.
وروسته له هغې چې تېر کال امریکا له دې تړونه ووتله او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول دا درې اروپايي هېوادونه سخت کارکوي، څو د ایران سره شوی اټمي تړون پر ځای وساتي.
چارواکي وايي، اروپايي ټولنه د ایران سره د سوداګریزې راکړې ورکړې د دې مکانېزم ملاتړ کوي، خو دا ټولنه پهکې په مستقیمه توګه ښکېل نهده.