په پکتیا او بغلان کې نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور څو کسان نیول شوي

په پکتیا کې نیول شوي نشه يي توکي

د پکتیا او بغلان چارواکي وايي، په زیاته اندازه نشه‌يي مواد او د قاچاق په تور یې څو کسان نیولي دي.

  • بغلان

په بغلان کې پولیس وايي، څلورتنه یې د ۵۲ کیلوګرامه چرسو د قاچاق په تور نیولي دي.

د بغلان د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام‌الدین سریع رسنیو ته ویلي، دا نشه‌يي مواد یې د چهارشنبې په ورځ په خنجان ولسوالۍ کې نیولي دي چې په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.

  • پکتیا

د پکتیا امنیه قوماندانۍ هم وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مدیریت يې ۱۷۰۰کېلو ګرامه چرس او ۱۰۵۰ کېلو ګرامه بنګ‌دانې کشف او ضبط کړي دي.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې دا نشه‌يي مواد یې د سیدکرم ولسوالۍ په نګرام سیمه کې له خلکو څخه په یوې خالي شوې کلا کې موندلي دي.

د پکتیا د پولیسو په وینا د دې نشه‌يي موادو په ارتباط تر اوسه څوک نه‌دي نیولي.