اروپایي ټولنې یو ځل بیا له روسیې وغوښتل چې سمدستي پرته له څه شرطه ۲۴ اوکرایني پوځي ماڼوګان له بنده خوشې کړي.
روسیې دا اوکراینیان تېرکال په توره بحیره کې د کیرچ له تنګي سره نیولي و.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشرې ویاندې مایا کوچیانچیج په یوه بیان کې وویل چې دا پیغام پرون د روسیې لپاره د اروپایي ټولنې استازي مارکوس ایدرر په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ګروشکو ته وسپاره.
اوکرایني ماڼوګانو تېرکال د نوومبر په ۲۵مه په درېیو بیړیو کې سفر کاوه چې روسیې ځواکونو ډزې پرې وکړې، یو شمېر یې ټپیان کړل او ۲۴ تنه یې ونیول.