د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې د ناکامیو لړۍ روانه ده

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله له خپلې پاکستانۍ سیالې سره

د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله.

د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ د لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځنیو لوبو د لړۍ دغه وروستۍ لوبه چې دواړو لوبډلو ته‌یې د پای‌لوبې حیثیت لاره، د چهارشنبې په ورځ د جنوبي افریقا په کېپ ټاون لوبغالي کې ترسره شوه.

که څه هم د لوبې پچه جنوبي افریقا وګټله، خو لومړی یې پاکستان ته د بېټنګ بلنه ورکړه.

پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۰ منډې جوړې کړې او جنوبي افریقا ته‌یې د ۲۴۱ منډو هدف ورکړ.

په پاکستاني لوبغاړو کې یوازې اوپنر فخر الزمان تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې جوړې کړې.

پاکستانی کرکټ فخر الزمان

له فخر الزمان پرته نورو پاکستاني لوبغاړو د جنوبي افریقا د بالرانو مقابله ونه‌کړای شوه او عماد وسیم ۴۷، شعیب ملک ۳۱ او بابر اعظو یوازې ۲۴ منډې جوړې کړې.

د پاکستانۍ لوبډلې له‌خوا د ورکړي ۲۴۱ منډو د هدف په ځواب کې د جنوبي افریقا لوبغاړو ښه لوبه وکړه او یاد هدف‌یې په ۴۰ اوور کې یوازې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو په اسانۍ پوره کړ او پاکستان ته‌یې په ۷ وېکټو او ۱۰ اورونو ستره ماتې ورکړه.

افریقايي لوبغاړي د لوبې له پیله پر لوبې برلاسي ښکارېدل.

اوپنر ډي.کاک یوازې د ۵۸ بالونو په لوبولو د ۳ شپږیزو او ۱۱ څلوریزو پر مټ ۸۳ منډې جوړې کړې.

پر کاک سربېره وينډر ډوسان او کپټان فاف ډوپلیسي هم ۵۰-۵۰ منډې جوړې کړې.

په پاکستاني بالرانو ګې عثمان شینواري، شاهین اپریدي او محمد عامر ۱-۱ افریقايي لوبغاړی اوټ کړ.

دا د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ د لوبډلو ترمنځ ۵مه یو ورځنۍ لوبه وه.

تر دې مخکې دواړو لوبډلو ۴ لوبې کړې وې چې ۲یې پاکستان او ۲یې جنوبي افریقا ګټلې وې.

د یادونې وړ ده چې د جنوبي افریقا ډي.کاک د خپلې تېزې لوبې له امله د دغې لوبې او د پاکستان امام‌الحق په ۵ لوبو کې د ډېرو منډو جوړولو له امله د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.