د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر په افغانستان کې د سولې پروسې د پرمختګ په باب محتاطانه خوشبيني څرګنده کړې.
ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل ټويټر کې وليکل:
"په افغانستان کې تر ١٨ کلنې جګړې وروسته مذاکرې ښې پر مخ روانې دي."
ښاغلي ټرمپ په خپل بل ټويټ کې ليکلي:
"که څه هم په افغانستان کې جګړه روانه ده، خو افغانان د روانې جګړې د پاى ته رسېدو لپاره سوله غواړي. ډېر ژر به وګورو چې د سولې دا مذاکرې بريالۍ دي او که نه؟"
د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، په قطر کې له طالبانو سره په مذاکرو کې پرمختګ شوى دى.
په دې اړه نور:
زلمی خلیلزاد: له طالبانو سره د سولې په برخه کې لا هم ملي اجماع نهشتهخو ښاغلي خليلزاد ويلي، دى پهدې باور دی چې په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې په برخه کې لا هم ملي اجماع نهشته.
نوموړي په کابل کې له یک ټلوېزیون سره د سې شنبې په ورځ په مرکه کې وویل چې له طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې یې د ځینو پېچلو مسايلو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.
بلخوا د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار محمد حنيف اتمر د چهارشنبې په ورځ ويلي چې افغان حکومت په هغه صورت کې کولاى شي د سولې په پروسه کې رهبري کوونکى نقش ولري چې د انزوا او تنګنظرۍ له کنجه ځان وباسي.
ښاغلي اتمر د چهارشنبې په ورځ په خپل ټويټر کې د امريکا د هيئت او د طالبانو د استازو ترمنځ په قطر کې د وروستيو مذاکرو په تړاو د حکومت چلند ګونګ بللى دى.
خو زلمي خليلزاد تېره دوشنبه له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي و، وسلهوالو طالبانو د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره د سولې موافقې پر چوکاټ په اصولو کې موافقه کړې ده.
د افغانستان حکومت چې لوېديځيې ملاتړ کوي، غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پاى ته ورسوي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ مذاکرو انکار کړى او دغه حکومت د امريکا لاسپوڅى ګڼي.
دغې ډلې ويلي، په هغه صورت کې له افغان حکومت سره مذاکره کوي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش مشخص شي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره دوشنبه وويل، د سولې په برخه کې د امریکا هڅې د سولې د پروګرام برخه ده چې مشري يې افغان حکومت کوي.
ښاغلي غني ولس ته په وينا کې وویل، افغانان سوله غواړي، خو په تدبیر يې غواړي، ځکه د ولسمشر غني په وینا نهغواړي په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.