په افغانستان کې د پښتنو قبایلو له تحصیلاتو سره د پاکستان مخالفت!

د پاکستان پارلمان ځیني غړي وايي، پاکستان دې په افغانستان کې د پښتنو قبایلو له تحصیلاتو سره مخالفت نه‌کوي.

په‌داسې حال کې چې د پاکستان د پارلمان ځینو غړو ادعا کړې چې پاکستان خوښ نه‌دی، د ډیورند له کرښې اخوا د پښتنو قبایلو ځوانان دې په افغانستان کې لوړې زده‌کړې وکړي، د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، د سیمې او نړۍ د هېوادونو اتباع کولای شي چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو د شرایطو د پوره کولو په صورت کې د افغانستان د لوړو زده‌کړو په ټولو مؤسسو او پوهنتونونو کې لوړې زده‌کړې وکړي.

د افغانستان د لوړ زده‌کړو وزارت ویاند فیصل امین

د دغه وزارت ویاند فیصل امین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۰» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا چې په لسګونه هېوادونه زموږ د محصلانو کوربانه دي، موږ هم تیار یو چې د ګاونډیو هېوادونو پر محصلانو سربېره د نورو هېوادونو د محصلانو کوربانه واوسو. دوی کولای شي د معیارونو له پوره کېدو وروسته د افغانستان په پوهنتونونو کې شامل شي. امتیاز یې دا دی چې د لېسانس او یا ماسټرۍ له تحصیله برخه‌مند کېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان د پارلمان او د "پښتون ژغورنې غورځنګ" غړي محسن داوړ په یوې اعلامیه کې ویلي، له هغې وروسته چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د ډیورند د کرښې پورې غاړې پښتنو ځوانانو ته، په افغانستان کې د تحصیل کولو اعلان کړی، د پاکستان مخابراتي ارګانونو د هغو پښتنو ځوانانو سیم کارټونه بند کړي چې غوښتل یې خپل غوښتن‌لیکونه، تحصیلي اسناد او داسې نور تعلیمي مواد اعلان شویو ادرسونو ته وسپاري.

په افغانستان کې د ډیورند کرښې اخوا د پښتنو ځوانانو تحصیل کول نوې خبره نه‌ده، بلکې له نن نه لسګونه کلونه مخکې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د ډیورند له کرښې اخوا پښتنو ځوانانو د رحمان بابا او خوشحال خان په لېسو او حتی پوهنتونونو کې هم زده‌کړې کولې.

د چارو کارپوهان وايي، د افغانستان او سیمې روان ناوړه امنیتي وضعیت ته په کتو، که د ډیورند د کرښې اخوا د پښتنو قبایلو ځوانانو ته په افغانستان کې د تحصیل اسانتیاوې برابرې شي، د یادې کرښې دواړو لورو ته پراته پښتانه قومونه به یو تر بله نور هم نږدې او د سولې له ټینګښت سره به مرسته وشي.

د "پښتون ژغورنې غورځنګ" غړی محسن داوړ

د دغو کارپوهانو له ډلې میر سردار ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل، پاکستان باید له دې کار سره مخالفت ونه‌کړي.

نوموړی وايي:

"دا ډېر نېک اقدام دی، دا کار قومونه سره نږدې او مناسبات‌یې ښه کوي. بله دا چې په کومو سیمو کې چې د زده‌کړو اسانتیاوې نه‌وي او ځوانان بې‌تعلیمه پاتې کېږي، له تعلیمه به برخه‌مند شي. پاکستان باید د دې مخه ونه‌نیسي ځکه هر انسان حق لري په هر ځای کې تعلیم وکړي."

ښاغلی ځدراڼ تعلیم او تحصیل په سیمه کې د شته ستونزو د هوارۍ غوره لاره ګڼي.

د ده په نظر د روانو ستونزو مهم لامل د تعلیم او تحصیل د کچې ټیټوالی دی.

دی تأکید کوي هېڅ حکومت باید د ځوان نسل د تحصیل مخه که په هر ځای کې وي، ونه‌نیسي.

راپور: خان محمد سیند