د ایران ولسمشر په روانو اقتصادي ستونزو کې امریکا ملامت کړه

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر وایي، په روانو اقتصادي ستونزو کې یې د دغه هېواد مشرتابه نه بلکه د امریکا متحده ایالات ملامت دي.

د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ په وېب‌پاڼې کې راغلي چې حسن روحاني دا څرګندونې نن د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د څلویښتمې کلیزې په مناسبت وینا کې کړي دي.

ښاغلي روحاني ویلي چې دغه هېواد په تېرو ۴۰ کلونو کې د تر ټولو لویو اقتصادي تحریمونو او فشارونو سره مخامخ دی.

ولسمشر روحاني دغه راز ویلي چې دا فشارونه عمدتاً د امریکا او د هغه د پلویانو له‌خوا دي نو د ایران حکومت باید ملامت نه‌شي.

وروسته له هغه چې امریکا د ایران د اټمي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ میلادي کال له تړونه ووت، پر دغه هېواد د امریکا له لوري اقتصادي بندیزونه ډېر او دا هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی.