د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۴ سیمه‌ییز پوليس وژل شوي

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور سیمه‌ییز پوليس د خپلو دوو همکارانو له لوري وژل شوي دي.

دغه بريد تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د دواب په سیمه کې شوی دی.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه تیره شپه د پنجوایې په ولسوالۍ کې څلور محلي پولیس په یوه پوسته کې د ملګرو له‌خوا ویشتل شوي دي. برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي."

بل‌خوا یوه باوري دولتي سرچينه وایي چې د تېرې شپې په داخلي بريد کې پنځه سیمه‌یيز پوليس وژل شوي او بريد کوونکو د سیمه‌یيزو پوليسو څلور ميله وسلې هم له ځان سره وړي دي.

طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.