د سالنګ لویه لاره د سختې واوري او توپان له کبله وتړل شوه

ارشیف، د سالنګ سیمه

د سالنګ لویه لاره د سختې واوري او توپان له کبله د لویو بار وړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه.

د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي نن ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې شپې د اتو بجو راهیسې په سالنګ کې سختې واورې اوري.

د ښاغلي حبیبي په خبره د سختو ورښتونو له کبله د واورې د پاکېدو چارې هم دریدلي دي.

د سالنګ د حفظ او مراقبت رئیس په خبره پر دې لویه لاره د واورې ضخامت تر ۲۵ سانټي متره ډېره ده او لا هم ورښت دوام لري.

سالنګ د افغانستان له لویو ټرانزیټي لارو څخه ده چې هرکال د سختو ورښتونو او د واورې د ښوئېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل کېږي.