ایران: د میزائیلو د سیسټم د اندازې د زیاتولو نیت نه لرو

د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني ویلي چې هېواد یې د میزائیلو د سیسټم د اندازې د زیاتولو نیت نه لري.


شمخاني پرون وروسته له هغه دا خبره وکړه چې ایراني چارواکو د فرانسې او نورو لویدیځو قدرتونو له خوا هغه فشارونه چې د بالسټیک میزائیلو د پروګرام پر سر خبرې ورسره وکړي رد کړل.


له دې مخکې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو رئیس محمد علي جعفري تېر کال ویلي و چې ایران د بالسټیکي راکټونو انداخت یې په دوه زره کیلومترو محدود کړی دی.


شمخاني دولتي ټلوېزیون ته په خبرو کې وویل چې ایران کوم ساینسي یا عملیات پلان په پام کې نه لري چې د خپلو پوځي میزائیلو د انداخت اندازه زیاته کړي.


د فرانسې دفاع وزیر ژان ایو لودریان بیا تېره اوونۍ ویلي، که د ایران د راکټي پروګرام د محدودولو په اړه خبرې مخکې لاړې نه شي پاریس چمتو ده چې په دغه هېواد زیات بندیزونه ولګوي.


امریکا متحده ایالتونو او نورو لویدیځو هېوادونو تور پورې کړی چې د ایران راکټي پروګرامونه په داسې لوري مخکې ځي چې د اټمي وسلو په وړلو برلاسي شي.