د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو یا «سي.ای.اې» مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.
جینا هاسپیل چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا سنا په یوه غونډه کې د نورو استخباراتي ادارو له مشرانو سره یو ځای خبرې کولې، وویل:
"دا ډېره مهمه ده چې موږ دغلته په ترهګرو ډلو فشار وساتو. که بالاخره د سولې توفق رامنځته شو، د څارنې یو ډېر قوي مېکانېزم به مهم وي او موږ به بیا هم اړتیا ولرو، څو دا وړتیا وساتو چې د ضرورت په وخت کې د خپلو ملي ګټو لپاره لاس په کار شو."
د امریکا د سنا د استخباراتو د کمېټې په همدې غونډه کې د دې هېواد د ملي استخباراتو مشر ډان کوټس په ۲۰۱۹میلادي کال کې د افغانستان د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات، د طالبانو زیاتیدونکې بریدونه او د وسلهوالو په ځپلو کې د پاکستان ناغېړي هغه ننګونې وبللې چې دده په وینا امریکا ورسره په جنوبي اسیا کې مخ ده.
نوموړي وویل، د دوی ارزونې ښيې چې په راتلونکي کال کې به د جګړې پر ډګر نه افغان حکومت او نه هم وسلهوال طالبان کومه ستراتیژیکه پوځي بریا ولري.