د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني د افغانستان د سولې د عالي شورا له رئیس کریم خلیلي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې دوحه هڅه کوي، څو طالبان له افغان حکومت سره بین الافغاني خبرو ته چمتو کړي.
دسولې عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم پرون سې شنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل، دې قطري ډیپلوماټ په کابل کې له محمد کریم خلیلي سره کتلي دي او د هغه څه په اړه یې چې په دوحه کې تېر شوي معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې طالبان به بینالافغاني خبرو ته چمتو کړي.
طالبان په قطر کې دفتر لري، چېرې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو کې طالبانو سره پرلهپسې شپږ ورځې مذاکرات وکړل.
پهدې مذاکراتو کې که څه هم د پرمختګ راپورونه ورکړل شوي، خو طالبان لا له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره چمتوالی نهدی ښودلی.
تردې مخکې القحطاني په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي دي.
ارګ په یوې خبرې پاڼې کې ویلي چې پهدې لیدنه کې د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وشوې.