د پروان پولیس وايي، د سې شنبې په ورځ یې یو تن له چاودیدونکو موادو سره او دوه تنه یې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د پروان امنیه قوماندان جنرال عبدالمحفوظ وليزاده، ازادي راډیو ته وویل، یو وسلهوال یې د سید خېلو ولسوالۍ په انچوي کلي کې له لس بورۍ چاودیدونکو موادو سره نیولی دی.
د وليزاده په وینا دوه تنه نور یې سالنګ ولسوالۍ کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي.
د پروان د امنیه قوماندان په وینا نیول شوي کسان د بلخ ولایت اوسیدونکي چې غوښتل یې ۲۵ کیلوګرام چرس کابل ته انتقال کړي.