د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دې باور دی چې په افغانستان کې د طالبانو سره د سولې په برخه کې یوه ملي اجماع لا هم نهشته.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، په دې هېواد کې سولې ته تللې لاره، داخلي، سیمهییزې او نړیوالې پېچلتیاوې لري.
نوموړي په کابل کې د یک ټلوېزیون سره د سې شنبې په ورځ په مرکه کې وویل چې د طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې یې د ځینو دې پېچلتیاو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.
ښاغلي خلیلزاد په دې مرکه کې د سولې په بینالافغاني خبرو ټینګار وکړ، خو په عین حال کې یې وویل چې سولې ته د رسېدو په برخه کې افغانستان کې یو واحد نظر لا هم نهدی موجود.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه:
"ان ځیني وايي چې چمتو دي، د سولې لپاره خپل سر قرباني کړي، خو په دې اړه چې د څه شي قرباني ورکړل شي، په دې خوا کې یعنې د طالب په مخالفه خوا کې چې (ازاد افغانستان) دی یوه اجماع وجود نهلري. زما په فکر هغه خبرې اترې چې ما دلته کړي، ځیني یوه لاره غوره ګڼي، ځیني بیا بله لاره غوره ګڼي."
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي د دې مرکې په یوه برخه کې وویل، د سولې په بحثونو کې د اختلاف یو مهم ټکی دا دی چې طالبان چمتو نهدي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.
د زلمي خلیلزاد په وینا د طالبانو په نظر افغان حکومت مشروع حکومت نهدی.
ښاغلي خلیلزاد وویل دا هغه نظر دی چې موږ یې نهمنو.
خلیلزاد همدارنګه وویل، طالبان فکر کوي چې که د افغانستان له اوسني حکومت سره مستقیمې خبرې پیل کړي، دا به په دې معنی وي چې د راتلونکو انتخاباتو یو کاندید ته چې اوسنی ولسمشر دی، امتیاز ورکوي.
وموغوښتل چې د ښاغلي خلیلزاد د دې څرګندونو په اړه د ارګ نظر واخلو، خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي ونهغوښتل په دې اړه خبرې وکړي.
له بلېخوا د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم وايي، ښايي سولې ته د رسېدو په برخه کې دلته د نظرونو توپیر موجود وي، خو د نوموړي په وینا د سولې په اړه عمومي ملي اجماع شته.
د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
ښاغلی سلیم زیاتوي:
"ښايي، د سولې غوښتنې په بڼه کې د نظرونو توپیر موجود وي، یو ګوند، یو لوری، یو شخصیت ښايي په یو بڼه وغواړي چې د سولې دهلېز ته ننوځو، یو بل لوری ښايي په بله بڼه سولې ته رسېدل وغواړي، نو په شیوه او نظر کې ښايي توپیر واوسي، خو په اصل کې افغانستان کې هېڅ لوری، هېڅ ډله، هېڅ قوم او یا شخص داسې نهشته چې سولې سره موافق ونهاوسي."
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، تازه په دوحه کې له طالبانو سره شپږ ورځني مذاکرات پای ته رسولي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره په قطر کې د خپلو مذاکراتو جزئیات شریک کړل.
ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ وویل، سوله زر غواړي، خو په تدبیر یې غواړي.
د ښاغلي غني په وینا نهغواړي چې په افغانستان کې پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.
نوموړي په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب څخه د واک انتقال ته اشاره وکړه چې ترې راوروسته افغانستان د کورنۍ جګړې په ډګر بدل شو.
ښاغلي خلیلزاد له یک ټلوېزون سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې امریکا نهغواړي له افغانستان څخه ووځي او په دې هېواد کې یوه تشه رامنځته شي چې د پخوا په څېر کورنۍ جګړې ونښلي.
تر دې مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ هم ویلي و چې بېوخته به له افغانستان څخه ونهوځي.