زلمي خلیل‌زاد په خپلو خبرو کې په کومو مسایلو ډېر تمرکز کاوه؟

حکمت الله اعظمي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی د سې شنبې په ورځ په کابل کې د شخړې او سولې د مطالعاتو مرکز ته ورغلی و او د دغه مرکز له مشرتابه پلاوي سره یې ولیدل.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په دوحه کې یې له طالب استازیو سره په شپږو ورځنیو خبرو کې ښه پرمختګ کړی دی.

د افغانستان د سولې او شخړې د مطالعاتو د مرکز غړی او څېړندوې حکمت الله اعظمي له ښاغلي خلیلزاد سره په لیدنه کې حضور درلود او په دې اړه یې له ازادي راډيو سره مرکه کړې ده.

صفي الله ستانکزی له ښاغلي اعظمي سره غږیدلی او لومړی یې له هغه پوښتنه کړې چې زلمي خلیلزاد په خپلو خبرو کې په کومو مسایلو ډېر تمرکز کاوه؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له اعظمي سره مرکه