سپیدار: سیمه‌ییز هېوادونه او نړیوال دې سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي

د افغان حکومت اجرائیه ریاست پاکستان ته د ضمیرکابلوف سفر ته په اشارې سره وايي چې سیمه ییز هېوادونه او نړیوال باید د افغان سولې لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې کړي.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، هر هغه صادقانه هڅې چې د افغانستان د سولې لپاره په نړیواله او سیمه ییزه کچه کېږي افغانان یې هرکلی کوي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل ترورېزم نه یوازې د افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ دښمن هم دی، نو په کار دی چې د دغې ستونزې د حل لپاره په ګډه همغږۍ کار وشي.

ښاغلي میثم وايي چې له دې سره په خوا کې په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره باید هڅې زیاتې شي:

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

"د ترورېزم په وړاندې باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه مبارزه او همغږۍ زیاته شي، څو دوی کمزوري او بین‌الافغاني خبرو ته کته چمتو شي، تمه لرو چې د افغانستان د قضیې د حل لپاره صادقانه هلې ځلې زیاتې شي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پاکستان ته سفر کړی، څو د افغان جګړې اړخونه د سولې مستقمیو خبروته وهڅوي.

ښاغلي کابلوف داسې مهال پاکستان ته سفر کوي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو له شپږ ورځنیو خبرو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې له افغان چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

تېر ماښام ښاغلي خلیلززاد په کابل کې د امریکا په سفارت کې له یو شمېر خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له طالبانو سره په بحثونو کې یې د لومړي ځل لپاره د پام وړ پرمختګونه درلودل.

په روسیه د امریکا له لوري تور پورې کېږي چې له طالبانو سره مرستې کوي، خو روسیه د مرستو تورنه ردوي، خو له دغې ډلې سره یې د اړیکو خبره تأیید کړې.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي، دا چې د افغانستان د سولې لپاره هیلې زیاتې شوې، باید په نړیواله او سیمه ییزه کچه یې ملاتړ وشي.

د دغو کارپوهانو له ډلې خالد سادات وايي، که روسیه د افغان سولې په اړه اندېښنې لري، د پاکستان پرځای باید له افغان دولت سره شریکې شي، څو معقولې حل لارې ورته ولټول شي.

نوموړی وايي:

"په ټوله معنی باید روسیه د افغانستان د سولې له خبرو ملاتړ وکړي، که په دې برخه کې اندښنه لري، باید له افغان حکومت سره شریک شي، که کابلوف پاکستان ته سفر کوي، زما اندېښنه دا ده چې د سولې روانې خبرې له یو بل چلنج سره مخ شي، هغه داسې چې روسیه پاکستان ته ووايه چې په طالبانو ځینې غوښتنې ومني، زه فکر کوم چې پاکستان د ضمیر کابلوف سفر د سولې اوسنۍ خبرې پیچلې کولای شي."

تېره اوونۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا خبريالانو ته ویلي و، روسیه هڅه کوي چې د افغان جګړې ښکېلې خواوې د سولې د خبرو لپاره مخامخ سره کینوي.

راپور: رحمت الله افغان