د امریکا د دفاع وزارت سرپرست، پاتریک شانهان او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې د هڅو په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.
پاترېک شانهان او ینس سټولټنبرګ تر هغه وروسته په افغانستان کې د سولې په اړه دا نظر څرګند کړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د سولې لپاره په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
د خلیلزاد د خبرو په اړه د افغانستان ولسمشر، محمد اشرف غني ویلي چې افغانان ژر او باعزته سوله غواړي خو دا پروسه باید له تدبیر سره او د افغانانو په مشرۍ وي.
د امریکا سرپرست دفاع وزیر، پاتریک شانهان ویلي چې خلیلزاد له طالبانو سره د سولې په اړه د خپلو خبرو جزئیات ورسره شریک کړي او دی ورته خوشبین دی.
خو هغه ویلي جې تراوسه له افغانستانه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو په اړه له سپینې ماڼۍ کوم دستور نه دی ور رسېدلی.
ینس سټولټنبرګ د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست سره تر کتنې مخکې، ویلي چې د دې وخت لا نه دی را رسېدلی چې له افغانستانه د ناټو د عسکرو پر ایستلو بحث وشي.
امریکا د ناټو غړې ده.
سټولټنبرګ ویلي چې زلمي خلیلزاد ده ته هم له طالبانو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.
د ناټو عمومي منشي ویلي چې د دوی ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې ده چې هلته د بحران د حل لپاره سوله ییز شرایط برابر کړي.
هغه څرګنده کړې چې ناټو به یوازې تر هغه مهاله په افغانستان کې وي چې ډاډ ترلاسه شي چې هلته شرایط نه بحراني کېږي او هغه هېواد بیا د نړیوالو تروریستانو په مرکز نه بدلېږي.
زلمي خلیلزاد ویلي چې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره خبرې یې دا وار مثبتې وې.
هغه ویلي چې د سولې د موافقې پر طرحه [چوکاټ] موافقه شوې خو لا هم ډېر کار پاتې دی.
خلیلزاد په کابل کې خبریالانو ته ویلي، دا خبرې سمې نه دي چې افغانانو ته په دې هڅو کې ځاي نه دی ورکړل شوی.
هغه ویلي چې دی خپله د افغانستان له حکومت او نړېوالې ټولنې سره د مشورې له مخې کار کوي.
خو د دې ټولو پرمختګونو په اړه په غبرګون کې د افغانستان ولسمشر د دوشنبې په ورځ له احتیاطه ډکې خبرې وکړې.
غني وویل، افغانان غواړي چې سوله ژر وشي خو با تدبیره سوله غواړي نه داسې چې یو وار بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار شي.
اشرف غني په دې وینا کې د سردار محمد داود د حکومت پر ضد د کودتا، پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل، د نجیب الله د حکومت د ړنګېدو او ورپسې حالت یادونه وکړه.
هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د خپرو شوو رپوټونو په اړه وویل:
"په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د یوې نړیوالې او دوه اړخېزې پرېکړې پر اساس دی چې تل غور ورباندې کېږي. موږ هڅه کوو چې دا شمېر د یوه منظم پلان پر اساس صفر ته را ټيټ شي."
غني د افغانستان په جګړه کې د بهرنیو هېوادونو نفوذ ته هم اشاره وکړه .
هغه له دې پرته چې د کوم هېواد نوم واخلي، پر طالبانو غږ وکړ چې له دولت سره جدي خبرې وکړي.
د طالبانو د رژیم پخواني غړي عبدالحکیم مجاهد چې اوس د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی دی، اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې دا تمه باید ونه شي چې د افغانستان ستونزه به په یوه اوونۍ یا یوه میاشت کې حل کېږي.
په افغانستان کې سیاسي فعال، وحید مژده چې د اسوشیټېډ پرېس په وینا له طالبانو سره نېږدې ارتباط لري، ویلي چې خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له استازو سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د اوربند په اړه موافقه کړې ده.
مژده ویلي چې تر اوسه ، یوه خوا هم په دې اړه خبرو ته تیاره نه ده.
وحید مژده ویلي چې پر اوربند له موافقې پرته د سولې خبرې کوم ځاي ته نه شي رسېدلائ.