مسکو: د ونزوئلا د ولسمشر مادورو د ملاتړ په خاطر هر اقدام کوو

ارشیف، د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف وايي چې مسکو به د ونزوئلا د ولسمشر نيکلاس مادورو د حکومت د ملاتړ په خاطر هر اقدام وکړي.

خو د کریملین ویاند ډیمټري پېسکوف په‌دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه چې ايا روسیه به د ونزوئلا د حکومت نظامي مرسته وکړي.

د مادورو له حکومت سره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ملاتړ خبره وروسته له هغه مطرح شوه چې امریکا د ونزوئلا پر ولسمشر نيکلاس مادورو په فشار راوړلو سره د دې هېواد د تيلو پر دولتي شرکت بنديز ولګاوه.

د امریکا د ماليې وزارت پرون د دغو بنديزونو خبر ورکړ.

امريکا او یو شمېر نورو هېوادونو اعلان کړی چې ښاغلی مادورو د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.

د ونزوئلا د پارلمان رئیس او د سیاسي مخالفانو مشر خوان ګواېدو ځان مؤقت ولسمشر اعلان کړی دی.