په قرغزستان کې يوه ښځه په نژادي نفرت اچونه تورنه شوه

د قرغزستان بیرغ

په قرغزستان کې يوه ښځه د چين په شمال لوېديځه سيمه شين جيانګ کې د پیکېنګ د پالېسیو پر ضد په لاريون کې په نژادي نفرت اچونه تورنه شوې ده.

د قرغزستان په پلازمېنه کې يوې محکمې حکم وکړ چې ګل جميله سپرلايوا به دوه مياشتې توقيف شي.

د دې قضيې په اړه پلټنې دوام لري.

د بشري حقونو فعال امانبول باباکولوف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې ۵۶ کلنه سپرلايوا د جنورۍ په درويشتمه ونیول شوه.

دا له هغو ۵۰۰ لاریون کوونکو وه چې په بشکېک کې د جنورۍ په ۱۷مه راټول شوي وو او د چین په شین جیانګ سیمه کې يې د مسلمانانو د ځپنې پر ضد اعتراض کاوه.

لاریون کوونکو له چارواکو غوښتل چې په قرغزستان کې چينايي وګړي له قرغزستانه وباسي چې د دوی په وينا، په غير قانوني توګه هلته اوسي.

د کورنيو چارو وزارت وروسته وويل چې ۲۱ اعتراض کوونکي د عامه نظم په اخلالولو تورن شول او هر یو ۴۵ ډالره جريمه شو.