د بلخ چارواکي: د شولګرې ولسوالۍ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي

د بلخ شولګرې ته تللې لار

د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ امنيتي مسؤلين وايي چې د وسله‌والو طالبانو او ځايي پوليسو ترمنځ په نښته کې ۱۳ سخت دريځي وژل شوي دي.

د شولګرې امنيه قوماندان محمد عارف ازادي راډيو ته وويل چې نښته پرون ماخوستن وروسته له هغه پيل شوه چې وسله‌والو طالبانو د شولګرې ولسوالۍ په بودنه قلعه کلي کې د پولیسو پر پوسته تهاجمي حمله وکړه او نښته تر سهاره روانه وه.

د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ امنيه قوماندان ويلي چې په‌دې نښته کې شپږ ځايي پولیس هم وژل شوي او درې کسان ټپیان شوي دي او طالبانو یو ځايي پولیس برمته نيولی دی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ويلي.