د ملګرو ملتونو سرمنشي خبرداری ورکړی چې له یهودانو سره ضدیت او د هغوی پر وړاندې کرکې په ټوله نړۍ کې په زیاتېدو دي.
انتونیو ګوترش دا څرګندونې پرون د جنوري په ۲۸مه نېټه په دوهمه نړیواله جګړه کې د یهودانو د ګڼې وژنې یا هلوکاسټ د ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې وکړې.
د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني د فاشیست رهبر ادولف هټلر پوځونو شپږ میلیونه یهودان او میلیونونه نور وګړي ووژل.
ګوترش د هغو هڅو په اړه هم خبرداری ورکړ چې ده د هلوکاسټ د تاریخ بیا لیکنه وبلله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په ۲۰۱۷ کال کې په امریکا کې د یهودانو پر ضد حملې په سلو کې ۵۷ زیاتې شوې او زیاتهیې کړه چې د اروپايي ټولنې یوې څارونکې ادارې راپور ورکړی چې تېر کال په سلو کې ۲۸ یهودان یوازې په دې خاطر چې یهودان دي، له ځورونو سره مخامخ شوي دي.