امریکا د ونزوئلا د تېلو پر دولتي کمپنۍ نوي بندیزونه لګولي

د امریکا او ونزوئلا ملي بیرغونه

متحده ایالاتو د ونزوئلا د تېلو پر دولتي کمپنۍ نوي بندیزونه لګولي او دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن د دې هېواد پر ولسمشر نیکلاس مادورو فشارونه زیات کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت دا اقدام پرون اعلان کړ.

له دې مخکې امریکا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو اعلان کړی و چې مادورو به له دې وروسته د ونزوئلا د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت ونه‌پېژني.

ونزوئلا د نړۍ د تېلو له مهمو صادروونکو هېوادونو څخه دی او د تېلو عواید یې مهمه اقتصادي سرچینه ده چې د مادورو د ولسمشرۍ له بقا سره مرسته کوي.

امریکا د ونزوئلا د تېلو مهم پېرېدونکی هېواد دی او په نویو بندیزونو کې هم له له ونزوئلا د تېلو پر وارداتو بندیز نه‌دی لګول شوی، خو امریکايي کمپنۍ به اجازه ونه‌لري چې د ونزوئلا د تېلو له دولتي کمپنۍ «PDVSA» سره مالي معاملې وکړي.

مادورو پرون له یو شمېر ډیپلوماتانو سره په کتنه کې د امریکا بندیزونه وغندل او هغه‌یې غیر قانوني او غیر اخلاقي وبلل.