لوړپوړي امریکایي چارواکي وایي، راتلونکې میاشت په وارسا کې د منځني ختیځ په اړه نړیوال کنفرانس به د ایران ضد اجنډا ونهلري.
د امریکا او پولنډ چارواکو ویلي چې د فبرورۍ په ۱۳مه او ۱۴مه د وزیرانو په کچه غونډه چې د منځني ختیځ د سولې او ثبات په اړه جوړېږي، د سوریې او یمن پر وضعیت، د توغندیو پر پراختیا، ترورېزم او د هغه غیر قانوني تمویل او هم پر سایبري امنیت بحثونه کوي.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر یچیک زاپوتوویچ هم د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل:
"دا موضوع تر ایران ډېره پراخه ده، موږ به په مجموع کې د منځني ختیځ پر ستونزو او اندېښنو بحث وکړو، البته چې ایران بهیې یوه عمده موضوع وي، د دې کنفرانس د بریالیتوب تر ټولو مهمه خبره د دې سیمې د وزیرانو ګډون دی، یعنې د عربي هېوادونو."
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر تېره اوونۍ ویلي وو چې ایران دې غونډې ته نهدی بلل شوی.
تر اوسه امریکایي چارواکو په دې غونډه کې د ایران او اسرائیل دواړو د ګډون په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
روسیې په دې غونډه کې ګډون رد کړی دی.
تهران بیا دا کنفرانس د امریکا لهخوا د ایران پر ضد یوه ننداره یاده کړې ده.