کرملین ونزویلا ته د روسیې د یوه امنیتي شرکت د سرتېرو په لېږلو شک کړی

کرملین ونزویلا ته د روسیې د یو خصوصي امنیتي شرکت د څلور سوه سرتېرو د استولو په اړه چې دغلته به د ولسمشر نیکولاس ماډورو ملاتړ کوي، شک څرګند کړی دی.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پېسکوف پرون وویل، په دې اړه راپورنه ناسم دي، خو نوموړي پرته له دې چې په دې اړه نورو پوښتنو ته ځواب ووايي، یوازې د راپورونو په ردولو اکتفا وکړه.

د جنورۍ په ۲۵ مه د روېټرز خبري اژانس د دوو سرچینو په حواله چې نوم یې نه و یاد شوی، راپور ورکړ چې د روسیې په پوځ پورې اړوند خصوصي نظامي قراردادیان ونزویلا ته روان شوي دي.

د دې قراردادي سرتېرو د استولو هدف د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس ماډورو د امنیت تامین ښودل شوی و.

روسیه د ونزویلا د کړکېچ سره مخ ولسمشر نیکولاس ماډورو له مهمو ملاتړو هېوادنو څخه ده.

اخوا امریکا او د لاتیني امریکا یو زیات شمېر هېوادونه د ونزویلا د اپوزیسيون د مشر خوان ګایدو ملاتړ کوي او غوښتنه یې کړې چې نوموړی دې د ونزویلا د موقت ولسمشر په توګه وټاکل شي.