خلیلزاد: د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې

ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

زلمی خلیلزاد وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د یو توافق پر چوکاټ موافقه شوې ده.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ښاغلي خلیلزاد دا خبره نن نیویارک ټایمز ته په یوې مرکې کړې ده.

نوموړي ویلي، د دې چوکاټ مسوده د دواړو خواوو ترمنځ چمتو شوې، خو باید پر جزیاتو یې کار وشي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي، طالبانو ژمنه کړې چې د امریکا د قناعت لپاره هر هغه اقدام کوي چې یو وار بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله د افغانستان د بدلېدو مخه ونیسي.

د ښاغلي خلیلزاد په وینا، طالبان به د دې ژمنې لپاره ضمانت هم ورکوي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا همدارنګه له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده خو په دې شرط چې طالبان اوږدمهاله اوربند وکړي او له افغان حکومت سره مستقيمې خبرې پیل کړي.

له دې سره په یو وخت د روېټرز خبري اژانس د یو لوړپوړي امریکايي چارواکي له خولې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمن دي، خو تر اوسه پورې د سرتېرو د وتلو مهالوېش نه دی څرګند.