ملي اردو: په کندهار او زابل کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

ارشیف، په هلمند کې د افغان ملي اردو ځواکونه

د افغانستان ملي اردو وايي، د یکشنبې له ورځې راهېسې یې په کندهار او زابل کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ۲۰۵ میوند قل اردو ویاند احمد صادق عیسی وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

ښاغلي عیسی همدارنګه وویل چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځمکنیو ځواکونو په بريدونو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره، په ترسره شوو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر پټنځايونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.