د ایران او جاپان د فوټبال ملي ټیمونه نن د اسیا د د فوټبال د اتلولۍ جام په نیمه پایلوبه کې د یو بل په وړاندې میدان ته وځي.
د ایران د ټیم روزونکي کارلوس کوویروز خبریالانو ته وویل چې ایراني لوبغاړي په پوره ډاډ سره لوبه وکړي.
د فوټبال د اسیايي اتلولۍ لوبې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي او نننۍ لوبه به یې د العین په حزه بن زید لوبغالي کې وي.
د جاپان او ایران تر منځ د نننۍ لوبې ګټونکی به سبا د اماراتو او قطر ترمنځ د کېدونکې لوبې له ګټونکي ټیم سره د اسیايي جام پایلوبې ته ووځي.
ټاکل شوې چې د دې سیالیو پایلوبه د فبرورۍ په لومړۍ نېټه ترسره شي.