د کندهار چارواکي: د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړل شوی

په کندهار کې چارواکي وايي، نړيوالو ځواکونو په کندهار کې د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړی.

پر ياد مرکز هوايي بريدونه وړمه شپه ترسره شوي دي.

نړيوالو ځواکونو د وسله‌والو ياد مرکز د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې له‌منځه وړی.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې په هوايي برید کې وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

دی زیاتوي:

"وسله‌والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. ۱۹ کسان‌یې وژل شوي دي، او ۱۱ نور یې ټپیان دي."

عزيزي وویل چې وسله‌والو له دغه مرکزه د ځانمرګو بريدګرو د روزنې او نورو ترورېستي فعاليتونو لپاره کار اخیست.

خپله نړيوالو ځواکونو او طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.