د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، روان لمریز کال د ټول هېواد په کچه په ۱۶ ولایتونو کې د ۴۰۰ ممیز خونو د جوړولو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دغو ممیز خونو کې هره یوهیې د ۱۰ مټریک ټنو ممیزو د تولید ظرفیت لري چې پهدې سره به د ممیزو تولیدات زیات او د بازار تقاضا پوره شي.
د نوموړي په خبره، په تېرو پنځو کلونو کې د ټول افغانستان په کچه ۲۱۰۰ ممیز خونې جوړې شوي چې خلکو ته د کاروبار ښه زمینهیې برابره کړې ده.