د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د دغه هېواد د مرمرو د ډبرو د کانونو د کېندنې او صادراتو لپارهیې له سوداګرۍ او صنعت وزارت سره په ګډه یوه ستراتېژي جوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د دغې ستراتېژۍ له مخې به د مرمرو د ډبرو له سکټوره د مؤثرې استفادې، پراختیا او پهدې برخه کې کورنۍ او بهرنۍ مستقیمې پانګونې ته زمینه برابره شي.
د کانونو او پترولیم وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د ټول افغانستان په کچه ۱،۳ میلیارده ټنه د مرمرو د ډبرو کانونه موجود دي چې تر ۱۵۰ میلیارده ډالرو ارزښت لري.