د درجه بندۍ د يوه نړيوال بنسټ په حواله په امريکا کې د فډرال حکومت د ځينو برخو پرچاوي د امريکا اقتصاد ته د لږ تر لږه ٦ ميليارده ډالر مالي زيان سبب شوې ده.
د S او P په نوم بنسټ په حواله، د دغو ادارو ٣٥ ورځنۍ پرچاوي چې وړمه ورځ پاى ته ورسېده، احتمالاً تر مخکنيو هغو بدترينه وه.
د دغه بنسټ په باور، مخکنۍ پرچاوي د امريکا پر اقتصاد چې ارزښت يې ١٩ ټرليونه ډالرو ته رسېږي، لږ اغېز کړى و.
د ځينو فډرال ادارو پرچاوي چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو اوږدمهالې ګڼل شوې، وروسته له هغې د لنډې مودې لپاره پاى ته ورسېده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له دواړو ګوندونو سره يوې موافقې ته ورسېد.
په دې موافقه کې د ٥ اعشاريه ٧ ميلياردو ډالرو په ارزښت هغه بودجه شامله نه ده چې ولسمشر ټرمپ يې د امريکا او مکسيکو پر سرحد د دېوال جوړولو لپاره غواړي.
ډموکراتانو چې په استازو جرګه کې اکثريت دي، د دې بودجې له ورکړې سره مخالفت کړى دى.
دغه مخالفت د دې سبب شو چې د امريکا د فډرال حکومت شااوخوا ٨ لکه کارکوونکي يا بې معاشه کار وکړي، يا بې معاشه رخصت کړاى شي.