په فلپین کې دوو چاودنو ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي

د فلپین د چاودنو د ځای یو انځور

د فلپين د جنوبي ټاپو جولو په يوه کليسا کې نن د عبادت پر مهال دوو بمي چاودنو لږ تر لږه ٢١ کسان وژلي او ٧١ نور ټپيان دي.

په سيمه کې د پوځ يوه وياند ګيري بيسانا نن وويل، لومړۍ چاودنه په جولو ښارګوټي کې چې د پلازمېنې مانيلا په ١٠٠٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، په کليسا کې د ګڼې ګوڼې په وخت کې وشوه.

د بيسانا په خبره، کله چې امنيتي ځواکونه د لومړۍ چاودنې ساحې ته ورسېدل، دوهمه چاودنه د کليسا د موټرو د پارکېنګ په ساحه کې وشوه.

جولو ټاپو له اوږدې مودې راهيسې د هغه تاوتريخوالي شاهد دى چې د ابوسياف د جنګياليو کار ګڼل کېږي.

د امريکا متحدو ايالتونو او فلپين ابوسياف يو ترورېستي سازمان ګڼلى دى.