قریشي: پاکستان د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو، امریکا او د افغانستان د حکومت په راوستلو سره د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه.

ښاغلي قریشي نن یکشنبه په ملتان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې د افغانستان لپاره ښې هیلې لري، د افغانستان په سوله کې د مهم رول د لوبولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړ.

د قطر په خبرو کې د افغانستان حکومت برخه نه لرله.

تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل چې پاکستان خپل مسؤلیت ادا کړ او اوس د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو هیله لري.

غفور همداراز ویلي چې پاکستان د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اسانتیا رامنځته کړه.