په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل شوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ په کابل کې د یوه بل نړیوال کرکټ لوبغالي د جوړېدو هڅې پیل کړي دي.

د دغه هدف لپاره د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزي، د ښار جوړولو او ځمکو (اراضي) وزارت او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون ګډ پلاوي د زمان خان کلا په سیمه کې له ځانګړې شوې ځمکې لیدنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دغه ځمکه د کابل ښار شپاړسمې حوزې (زمان خان کلا) کې پرته ده او له پرېکړې او څېړونو وروسته امکان شته چې پر یاده یا کومه بله ځمکه د کرکټ یو نړیوال معیاري لوبغالی ورغول شي.

د یادولو ده چې څه موده وړاندې د ولسمشر د حکم پر بنسټ، په کابل کې د کرکټ یوه نړیوال معیاری لوبغالي د جوړېدو په موخه یوه پلاوي ته دنده ورکړل شوې وه، څو د کابل ښار له یو شمېر سیمو لیدنه وکړي او له هغه وروسته د کرکټ لوبغالي لپاره یوه مناسبه ځمکه په ګوته کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ او اوسنی لوبغالی حضوري چمن ته نږدې پراته دي چې د کرکټ بورډ په وینا، د مخ پر زیاتېدونکي کرکټ او لوبو لپاره کفایت نه کوي.