افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د کابل ښار د منډوي په سیمه کې کې اور لګېدنې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، په دې هېواد کې له جګړو او نا امنیو وروسته اورلګېدنه د خصوصي سکټور پر وړاندې لوی خنډ دی چې په کلني ډول سلګونه میلیونه ډالره زیان خصوصي سکټور ته اوړي.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کابل ښار د منډوي په سیمه کې د یکشنبې د ورځې د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی
ده وویل:
"له بده مرغه نن بیا د کابل ښار د منډوي د سیمي په میلاد مارکېټ کې اورلګېدنه رامنځته شوه، دا مارکېټ ډېر لوی دی، د اورلګېدنې له امله دوکاندارانو ته زیات مالي زیانونه اوښتي دي، دغه اورلګېدنې له جګړو وروسته د خصوصي سکټور لپاره یو لوی ګواښ دی او له دې امله هر کال خصوصي سکټور ته له سلو میلیونو ډالرو زیات زیان رسېږي."
د یکشنبې د سهار شااوخوا شپږ بجې د کابل ښار د لومړۍ حوزې اړوند د منډوي په سیمه کې د میلاد په نوم مارکېټ کې اور ولګېد.
د عیني شاهدانو په خبره، د میلاد په مارکېټ کې بوټان، څپلۍ او خوراکي مواد وو چې په اور لمبه شول.
دوی وایي:
"په دغه مارکېټ کې درې یا درې نیم سوه دوکانونه وو چې چا په کې پنځوس او چا شپېته لکه افغانۍ پانګه اچونه کړې وه چې دلته يې د ګودامونو د سوځېدو له امله زیات مالي زیان ولید."
"زمونږ دوکان په اخري پوړ کې و، یو ګودام مو درلود چې زیات مال و پکې، لومړی په لاندې پوړ کې دود پورته شو، خو کله چې مونږ راغلو اور ډېر زیات شوی و."
دا لومړی ځل نه دی چې په کابل ښار کې یو سوداګریز مارکېټ اور اخلي، بلکې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، هر کال د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۱۳ زیاتې د اورلګېدنې پېښې رامنځته کېږي چې له امله يې سوداګرو ته زیات مالي زیانونه اوړي او سلګونه کسان بېکاره کېږي.
د اورلګېدنې په وروستۍ پېښه کې چې د کابل ښار د عبدالحق څلورلاري ته نږدې د تېلو په یو پمپ کې رامنځته شوه، له امله یې څو تنه مړه او زخمیان شول او همدا راز یې څو سوداګریزې ودانۍ او استوګن ځایونه هم وسوځول.
له هغې وړاندې د کابل په نادر پشتون سړک په څو مارکېټونو کې اور لګېدلی و چې د سوداګرۍ خونې د معلوماتو له مخې، سلګونه دوکانونه پکې د اور لمبه او میلیونونه افغانۍ یې دوکاندارانو ته زیان ورساوه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي، د اطفایې پر وخت نه رسېدل د دې لامل کېږي چې په سلګونه دوکانونه اور واخلي.
Your browser doesn’t support HTML5
آتشسوزی جاده نادر پشتون میلیونها دالر به تاجران آسیب رساند
خو د کابل امنیه قومانداني وایي چې تل هڅه شوې چې د اور د وژنې لپاره پر وخت اقدام وشي او نورو مارکېټونو ته د اور د پراخېدو مخه ونیول شي.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد وایي، د کابل د منډوي په سیمه کې د میلاد په نوم مارکېټ کې د اور د وژلو په هدف پر وخت اقدام شوی.
دی زیاتوي:
"اطفایه پر وخت رسېدلی، شاید سیمې ته په پنځو یا لسو دقیقو کې رسېدلې وي او د اطفایې او پولیسو له لوري اور نه دی پرېښودل شوی چې سرعت پیدا کړي او هغه لوی نور مارکېټونه چې یې تر څنګ وو، اور واخلي، په ټوله کې یوه اندازه د خلکو مالونه د اور له ځایه ویستل شوي او همدا راز له شلو زیات غله په دغه ځای کې پېژندل شوي او نیول شوي دي."
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد
ښاغلی مجاهد وایي، دغه پېښه ځاني تلفات نه لري او د زیانونو او اورلګېدنې د علت په اړه به وروسته معلومات شریک شي.
له دې ټولو سره سره، د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني وایي، حکومت باید د اورلګېدنې د پېښو د مخنیوي په اړه په مارکېټونو کې د اور وژنې څو تنه مسؤلین وټاکي او د دې تر څنګ خلکو ته د اورلګېدنې د مخنیوي په هدف عامه پوهاوی ورکړي.
راپور: ابراهیم ساپی