د کابل ښار په منډوي کې د میلاد مارکیټ اور مړ شو

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد

د کابل ښار په منډوي کې په میلاد مارکیټ کې اور مړ شو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د اور لګېدو له کبله مالي تاوانونه پېښ شوي خو د سر زیان نه دی اوښتی.

دا څویم ځل دی چې د کابل په تجارتي سیمو کې اور لګېږي او د میلیونونو افغانیو زیان اړوي.

تېره میاشت په عبدالحق څلور لاره کې د اورلګېدو له کبله نه یوازې د میلیونونو افغانیو زیان واوښت بلکې درې تنه له ژونده بې برخې او لسګونه نور ژوبل شول.