په هلمند کې د نشه یې توکو یوه فابریکه او یو سلاکوټ له منځه وړل شوي

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، خاصو ځواکونو یې تېره شپه په هلمند کې د طالبانو د مخدره موادو پر یوې فابریکې او د چاودېدونکو موادو پر ډیپو برید وکړ او دواړه یې ویجاې کړې.

د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د طالبانو سلاکوټ او د مخدرو موادو فابریکه یې په مارجې ولسوالۍ کې له منځه وړي دي.

د دې ریاست په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۳ زره کیلو چاودېدونکي مواد ویجاړ شوي دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.