د فرانسې د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريونونه لا دوام لري

د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پاليسيو په مخالفت کې د ۱۱مې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو چې د خونديتوب ژړ واسکټونه يې اغوستي وو، د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ.

چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ و ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره‌چيانو د تيت و پرک کولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز کارولي دي.

د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي.

په پاريس کې يوه ٣٤ کلن اعتراض کوونکي افيد ماروخ وويل:

"زه اصلاً نه پوهېږم. هر وخت چې خپل اعتراضونه اعلانوو، اوښلن ګاز راباندې کارول کېږي. د همدغو ګازو حمله راباندې کېږي. دا هغه وضعيت دى چې په فرانسه کې روان دى."

د فرانسې چارواکو ويلي چې په پاريس کې ٢٢٣ کسان نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، په ټوله فرانسه کې شا و خوا ٦٩٠٠٠ کسانو په مظاهرو کې برخه اخېستې وه چې د تېرې اوونۍ په نسبت کم شمېر دى.

د دوى په حواله تېره اوونۍ په دغسې مظاهرو کې ٨٤٠٠٠ کسانو ګډون کړى و.

دغه مظاهره چيان په ژېړ-واسکټو ځکه مشهور دي چې د خونديتوب شببين داره ژړ واسکټونه يې په تن دي.

مظاهرې په لومړيو کې د ولسمشر مکرون له خوا له خوا پر تېلو د ماليې د لوړولو د پلان په اعتراض کې پيل شوې، خو وروسته په پراخو حکومت ضد اعتراضونو بدلې شوې.