په زرګونو کسانو د صربیا د ولسمشر پرضد لاریون وکړ

په صربیا کې لاریون کوونکي

په زرګونو کسانو د صربیا د ولسمشر الکساندر وچیچ پرضد د دغه هېواد په پلازمېنه کې لاریون وکړ. د دې اعتراضونو اته اوونۍ پوره شوې.

مظاهره‌چیانو پرون د بلګراد له‌منځه د دولتي ټلوېزیون د ودانۍ او د ولسمشر د دفتر پر لور لاریون وکړ.

لاریون کوونکي ولسمشر وچیچ تورنوي چې د ازادیو مخه یې نیولې ده، سیاسي مخالفان ځپي او رسنۍ کنټرولوي.

د صربیا ولسمشر دا تورونه رد کړې دي.

دا مظاهرې د نومبر په میاشت کې وروسته تر دې پیل شوې چې د اپوزسیون یو سیاستوال بروکو ستیفانویچ د لنډه غرو یوې ډلې وواهه.