د امان‌الله خان مقبرې سره به یو کتابتون او د غونډو تالار جوړ شي

ټاکل شوې ده چې په جلال‌اباد کې د امان الله خان له مقبرې سره یو کتابتون او د غونډو تالار جوړ شي.

د ننګرهار د اطلاعات او فرهنګ رئیس اورنګ صمیم وایي چې د اوس لپاره د پاچا امان الله خان پر مزار کار روان دی او تمه ده چې دا مقبره په درېیو میاشتو کې په پخوانۍ بڼه ورغول شي او تردې وروسته به بیا د کتابتون او تالار چارې پیل شي.

د افغانستان حکومت پر یو شمېر لرغونو ځایونو له یوې مودې راهیسې کارونه پیل کړي دي او تمه لري چې راتلونکی کال د خپلواکۍ د جشن د سلمې کلیزې په ویاړ لرغونې ځایونه د پاچا امان الله خان د مزار په ګډون رغول شوي وي.