د افغانستان د سولې لپاره د متحد ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو پرمهال د پرمختګونو خبر ورکوي او پر ټویټر یې لیکلي دي چې افغانان باید په خپلو کې پر ټولو موضوعاتو د پراخ اوربند په ګډون موافقې ته ورسېږي.
زلمي خلیلزاد د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره تر شپږ ورځنیو غونډو وروسته دا خبره تېر ماښام پر ټویټر ولیکله.
خو د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه بیان کې ویلي دي چې دوی تر اوسه په افغانستان کې له اوربند سره موافقه نهده کړې او د کابل له حکومت سره هم خبرو ته چمتو نه دي.
رویټرز اژانس د طالبانو د سرچینو په وینا خبر ورکړی دی چې د سولې بل پړاو خبرې به په راتلونکې میلادي میاشت بیا په قطر کې وشي.