ولایتي شورا او خلک: د ارزګان د ولسوالیو خلک د طالبانو محکمو ته مراجعه کوی

د ارزګان ولایت د ولایتي شورا مسؤلین او خلک وايي، د دغه ولایت په هېڅ یوه ولسوالۍ کې د دولت عدلي او قضايي ارګانونه فعالیت نه لري.

د یادو ولسوالیو خلک له دولته غوښتنه کوي چې هلته عدلي او قضايي ادارې ورته فعالې کړي.

د عدلي او قضايي ارګانونو مسؤلین بیا په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي.

د ارزګان والي هم مني، خو ژمنه کوي چې ډېر ژر به په ټولو ولسوالیو کې د عدلي او قضايي ارګانونو ادارې فعالې کړي.

ارزګان ولایت چې شپږ ولسوالۍ لري، ټولو ته غځېدلې لارې له تېرو شااوخوا درې کلنو
راهیسې تړلي دي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور