د افغانستان د سولې شورا د دارلانشا رئیس او د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن په پېکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي دي.
د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي داودزي د شانګهای د همکارۍ د سازمان له عمومي منشي سره هم لیدلي دي.
احسان طاهري زیاته کړه:
"د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د بحث اصلي موضوع دا وه چې څنګه کولای شو، د سیمه ییزې اجماع په اړه او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل په برخه کې د چین واقعي او عملي همکاري جلب کړای شو."
د افغانستان د سولې شورا چارواکي پر دې باور دي چې چین د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولای شي.
محمد عمر داوزی په یو درې ورځني سفر چین ته تللی دی.