ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن د ونزویلا پر سیاسي بحران بحث وکړي.
د امریکا متحده ایالاتونو تر دې مخکې غوښتنه کړې وه چې د ونزویلا د وضعيت په اړه د بحث لپاره دې د م. م د امنیت شورا بېړنۍ غونډه جوړه شي.
تمه ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو به د امنیت شورا په دې غونډه کې ګډون وکړي.
پامپیو د جمعې په ورځ له ټولو هېوادنو وغوښتل چې په ونزویلا کې دې د خوان ګوایدو ملاتړ وکړي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې چې د ونزویلا خلک لارو کوڅو ته په اعتراضونو را ووتل او د ولسمشر نیکولاس ماډورو د استعفا غوښتنه یې وکړه، د اپوزیسيون مشر خوان ګوایدو خپل ځان د دې هېواد د موقت ولسمشر په توګه اعلان کړ.
ماډورو له واشنګټن سره ټول ډیپلوماتیک روابط قطعه کړل او امریکايي ډیپلوماتانو ته یې امر وکړ چې د یکشنبې تر ورځې پورې دې له ونزویلا څخه ووځي.
د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې د او د لاتیني امریکا ځیني هېوادونو په ونزویلا کې د خوان ګوایدو ملاتړ اعلان کړی دی.
د روسیې، چین، ایران، ترکیې، کیوبا، بولیویا او نیکاراګوا په څېر د نړۍ یو شمېر هېوادونو بیا د نیکولاس ماډورو ملاتړ کړی دی.
ماډورو د تېر کال د مې په میاشت کې انتخابات وګټل، خو نړیوالو څارونکو دا انتخابات غیر ډموکراتیک بللي.
نوموړي د جنورۍ په لسمه پر هغو نړیوالو فشارونو سربېره د لوړې مراسم پر ځای کړل چې له نوموړي یې له واکه د لېرې کېدو غوښتنه کوله.