په امریکا کې د ولسمشر ټرمپ یو ملاتړی نیول شوی

د امریکا د فدرال تحقيقاتي ادارې يا ايف بي ای د جمعې په ورځ د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوږدې مودې ملاتړی راجر سټون په فلوريډا ايالت کې د یو شمېر جرمونو په تور نيولی دی.

سټون وروسته په همدې ورځ محکمې ته وړاندې شو او د دوه نيم لکو ډالرو په بدل کې راخوشې شو.

ټاکل شوې ده چې دی وروسته یوه خبري غونډه جوړه کړي.

سټون د امريکا د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال د ټرمپ د سلاکار په توګه دنده تر سره کړې.

دی یو ځل د یوه رسمي دستور په مخنيوي، پنځه ځلې په ناسمو څرګندونو او يو ځل د شاهد د انحصارولو په هڅو تورن شوی دی.