د ايران پوځ وايي، پرون د جنورۍ په پنځه ویشتمه يې د دولسو زرو سرتېرو په ګډون نظامي تمرينونه پيل کړي دي.
د ايران دولتي ټلويزیون د دې هېواد د پليو ځواکونو د قوماندان جنرال کيومرث حیدري له قوله راپور ورکړی چې د دغو تمرينونو هدف د ځانګړو دښمنانو او وسله والو سخت دريځو سره مبارزه ده.
دا تمرينونه د ايران په اصفهان ولايت کې دوه ورځې دوام کوي.