په ننګرهار کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول

په ننګرهار ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې (۹۹) کیلو ګرامه بېلابېل نشه يي مواد هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټرو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د سره رود ولسوالۍ ته یې قاچاق کړي.

په یوه بله پېښه کې د ننګرهار ولایت پولیسو (۷۸) کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې یې له بټي کوټ ولسوالۍ جلال اباد ښار ته قاچاق کول.

د يادونې وړه ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.